چین: امنيت شورا د افغانستان مسئلې پر پرېکړې باندې له وخت سره خپل ګام نه دی واچت کړی
CMG2024/03/16 10:44:04
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۱۵مه په يوه غونډه کې افغانستان کې د يوناما د ماموريت د غځولو په تړاو مسوده تصويب  کړه . له دې وروسته په ملګرو ملتونو کې د چين مرستیال دايمي استازي ګنګ شوانګ وویل ، چې د امنيت شورا ياده مسوده له وخت سره یو ځای ګام نه دی اوچت کړی او چین په دې اړه اندېښمن دی.

نوموړي وویل، چې هېواد يې د يوناما د ماموريت د غځولو په تړاو رای اخيستنه کې منظوره  رایه ورکړه، دا د ملګرو ملتونو له چارو څخه د چين د ملاتړ پر بنسټ دی. نړیواله ټولنه باید د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره نور زیات تماسونه ونيسي، له يوې خوا دغه هېواد ته بشري مرسته برابرې کړي، له بلې خوا د ماینونو د پاکولو، د کوکنارو پر ځای د نورو زراعتي نباتاتو د کښېنولو، د بانکي سيستم د بیا جوړولو، د بهرنيو شتمنیو د ازادولو او د ټولو افغانانو د ګټو د ساتنې په برخو کې نور زيات خدمتونه ورکړي.