مايک پنس: د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ نه کوم
CGTN2024/03/17 11:20:02
شريکول:

د امريکا پخواني مرستيال ولسمشر او د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي مايک پنس د مارچ په ۱۵ مه نېټه ويلي، چې دی به د دغه هېواد په سږنيو ولسمشريزو ټاکنو کې له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ ونه کړي.

نوموړي له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال پدې اړه ویلي، چې ډونالډ ټرمپ له هغو محافظه کارانه اجنډاوو څخه لرې پاتې دی ، چې دوی دواړو د واکمنۍ په ماموريت کې پرې ټينګار کړی و.

مايک پنس پدې اړه څه نه دي ويلي چې هغه له چا ملاتړ کوي، خو ويلي يې دي چې دی به اوسني ولسمشر  او د ډيموکرات ګوند غړي جوبايډن ته رايې ورنه کړي او نه به هم د درېم ګوند نوماند ته رايې ورکړي.