غزې ته د امریکا 'مسخره' مرسته
CMG2024/03/17 14:43:46
شريکول:

 

په دې وروستیو ورځو کې اسرائیلو پر غزې تړانګې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ډېرې وسلې چې دوی یې کاروي، له امریکا څخه اخیستل شوي. د اسرائیلو د هارټز ورځپاڼې ویبپاڼې د مارچ په پیل کې راپور ورکړ، چې امریکا د بې ساري هوايي ټرانسپورټ له لارې اسرائیلو ته په پراخه کچه مهمات لیږدولي. دغه بهیر له ۵ میاشتو راهیسې روان دی، چې یاد مهمات د امریکا له پوځي اډو او د نړۍ په بېلا بېلو ځایونو کې د امریکا له ستراتیژیکو زېرمو څخه راځي.

د بایډن حکومت اسرائیلو ته د وسلو د مرستو ترڅنګ پریکړه هم وکړه، چې په غزه کې ملکي خلکو ته د خوراکي توکو مرستې له هوا څخه وغورځوي. د حیرانتیا خبره دا ده چې یوازې په زرګونو بستې خواړه چې د هوا له لارې غورځول شوي وو، په غزه کې له ۲ میلیونو تنو څخه زیاتو کډوالو اړتیاو پوره کولو لپاره کافي نه و، او ډېری یې په مدیترانه سمندرکې ولویدل، چې د کډوالو لپاره یې لاسرسی ستونزمن کړ. بر سېره پر دې، د پراشوټ د نه خلاصېدو له امله، د غزې شمال ته  اکمالات په ډېر سرعت سره ولوېدل او د ځایي وګړو او ودانيو په پرېوتو سره یې لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول.

په حقیقت کې ډېرو نړیوالو بشري سازمانونو د امریکا پر يادې کړنې انتقاد او نیوکې کړې دي. د دوی په اند، که امریکا له غزې سره بشري مرسته وغواړي، کولی شي چې له خپل ملګري هېواد اسرائیلو څخه د بشري لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړي او اسرائیلو ته د وسلو لېږل ودروي، خو دغه هېواد  ترټولو ناسم انتخاب کړی دی او داسې ښکاري چې ترټولو لوی هدف يې د امریکایي رای ورکونکو خوشاله کول دي.

نه یوازې دا، د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې وړاندیز وکړ، چې په غزه کې د مدیترانې په ساحل کې یو لنډ مهاله بندر جوړ کړي، تر څو بشري مرستې برابرې کړي.

د ایکس (X) په ټولنیزې رسنۍ کې، ځینو خلکو پدې اړه تبصرې کړې او ویلي یې دي: "ریښتیا منافقانه اقدام!  که امریکا وغواړي چې ظلمونه له منځه یوسي، نو په ښکاره ډول کولی شي اسرائیلو ته مهمات ورنه کړي، خو دوی یوازې د بشر دوستانه فریب رامنځته کړی.

د کډوالو لپاره د امریکا د مرستندویه توکو تر لاسه کول ډېر ستونزمن دي او وسلو په حقیقت کې د ډېرو ژوند اخیستی دی. دا د امریکایي سیاستوالو لپاره معمول دی چې د رایو لپاره نندارې ته وړاندې کړي، خو هغه څه چې توقع يې نه کېږي دادي چې د غزې کډوال چې حتی د اساسي بشري حقونو ضمانت هم نه لري، د نندارې د یوې برخې په توګه عمل وکړي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مهاجرینو چیغو او وینړ د امریکایي سیاستوالو رایې لمدې کړې دي، ایا  امریکایي سیاستوال کولی شي د دې رايو په اخیستلو کې د ارامۍ احساس وکړي؟