چين مالدیف ته د خوږو اوبو برابرولو د ۵ قلمه وسايل ورکړي
CGTN2024/03/17 11:15:35
شريکول:

د چين حکومت د مالدیف پنځو ټاپوګانو ته د خوږو اوبو رسولو ۵ قلمه وسايلو  مرسته کړې ده چې څه باندې لس زره ځايي اوسېدونکي به يې له ګټو برخمن  وي.

دا د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو سره د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې د چين د حکومت د همکاريو نوې هڅه بلل کیږي.

مالديف ښکلې طبیعي منظرې لري، خو د خوږو اوبو سرچينې يې ډېرې کمې دي او اوسېدونکي يې د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ دي.