پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۱۸تنه وژل شوي
CMG2024/03/17 10:53:21
شريکول:

د فلسطين خبري اژانس د مارچ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړی،‌ چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې پر یو شمېر ځايونو بريدونه کړي او له امله يې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د خبر له مخې، اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې په سهار د غزې تړانګې په شمال غزه ښار کې پر یو شمېر استوګنځيو هوايي بريدونه کړي او پکې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او ګن شمېر خلک تر کنډوالو لاندې شوي دي. د غزې تړانګې مرکزي برخه هم په همدې ورځ د اسرائيلي ځواکونو له بريدونو سره مخ شوې او لږ تر لږه ۷ تنه پکې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. د دې تر څنګ، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په جنوب رفح ښار کې پر يو استوګنځي هوايي بريد کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.