د نایجر وطن ساتونکې کمېټې له امریکا سره د ګډې پوځي همکارۍ تړون لغوه کړ
CGTN2024/03/17 10:47:06
شريکول:

د نایجر وطن ساتونکې کمېټې د مارچ په ۱۶ مه نېټه له امریکا سره د نايجر د پوځي همکارۍ تړون رسماً لغوه کړ.

د معلوماتو له مخې، له دې يوه ورځ وړاندې د افريقايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستيالې مولي في او په افريقا کې د امریکا د قوماندانۍ قوماندان مايکل لانګلي په ګډون د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي غړو نایجر ته درې ورځنی سفر وکړ.

امریکا او نایجر د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کې د پوځي همکارۍ تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې امريکا کولی شي په نیجر کې له پوځي تاسیساتو په ګټې اخيستنې د ترهګرۍ ضد مبارزې سره مرسته وکړي.

امريکا اوس په نایجر کې دوه پوځي اډې لري، چې څه باندې ۱۱۰۰ سرتېري پکې ميشت دي. يوه پوځي اډه يې د نایجر په مرکز کې اګاديز ښار ته نږدې ده او د جوړولو پانګه يې له سل ميليونو امريکايي ډالرو څخه زياته ده.