د چين H2560 علمي څېړونکې بېړۍ به هانکانګ ته سفر وکړي
CGTN2024/03/17 11:18:14
شريکول:

هانکانګ ته د چين د H2560 علمي څېړونکې بېړۍ د سفر لپاره مقدماتي کمېټې د مارچ په ۱۶ مه په خپله مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ، چې دغه علمي څېړونکې بېړۍ به د اپريل په اتمه نېټه هانکانګ ته ورسيږي او عمله به يې له دې سيمې پنځه ورځنۍ ليدنه وکړي.

د يادې مقدماتي کمېټې رئيس هه جيان ځونګ ويلي، چې هانکانګ ته به د دې بېړۍ پر عملې سربيره د چين یو شمېر وتلي ساينس پوهان او کارپوهان هم سفر وکړي.

H2560 علمي څېړونکې بېړۍ د چين لخوا جوړه شوې او د دغه هېواد څلورمه داسې علمي څېړونکې بېړۍ ده چې د قطبي سيمو د علمي څېړنې لپاره ځانګړې ده.