تل ابیب کې د غزې په اړه د اسرائيلي حکومت د پوځي تګلارو په خلاف لاريون وشو
CGTN2024/03/17 10:54:34
شريکول:

پر ځايي وخت د مارچ په ۱۶ مه نېټه د اسرائيل په مرکز تل ابیب ښار کې زرګونو ځايي خلکو د غزې په اړه د اسرائيلي حکومت د پوځي تګلارو په خلاف لاريون وکړ او د دغه هېواد له صدراعظم بنيامين نتانياهو څخه يې وغوښتل، چې له خپلې دندې استعفا وکړي او د غزې په اړه پوځي عمليات او تګلارې سمدستي بدلې کړي.

لاريون کوونکو همدارنګه له اسرائيلي حکومت څخه وغوښتل، چې له حماس ډلې سره ژرترژره د اوربند هوکړه وکړي او په اغېزمنو اقداماتو سره زیات نیول شوي کسان خوشي کړي.

د معلوماتو له مخې، د لاريون په ځای کې د پوليسو او ځينو لاريون کوونکو ترمنځ شخړې شوې دي.