اردن او جرمني: که اسرائيلي ځواکونه پر رفح بريد وکړي، نو بشري بحران لا پسې سخت کړي
CMG2024/03/18 11:22:43
شريکول:

د اردن خبري اژانس د مارچ په ١٧مې خبر ورکړی، چې د اردن پاچا عبدالله دوهم په همدې ورځ په عقبه کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره کتلي او د غزې د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دواړو خواوو خبرداری ورکړی، که اسرائيلي ځواکونه د غزې تړانګې پر جنوبي رفح ښار بريد وکړي، نو بشري ناورين به لا پسې سخت کړي.

پاچا عبدالله دوهم له شولز سره د غزې او سیمې پر وضعيت خبرې کړي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د غزې د دايمي اوربند او عامو وګړو د ساتنې لپاره سمدستي ګام پورته کړي او تر وسې پورې دې غزې ته کافي او دوامدارې بشري مرستې ورسوي، څو هلته د بشري حالاتو د سختېدو مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړې، چې په نژدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې بندول به د غزې تړانګې، د اردن سيند لوېدیځې غاړې او اردن ته سخت زيانونه ورسوي.

(ژباړه: شکريه)