د چين د اقتصاد دوامدار پرمختګ نړۍ ته ګټې رسوي
CMG2024/03/18 15:18:21
شريکول:

د هنګري بهرنيو چارو وزير سزيجارتو پيټېر په وروستيو ورځو کې یوې خبري رسنۍ ته ويلي، چې د چين د اقتصاد دوامدار پرمختګ نه يوازې د دغه هېواد لپاره ښه خبر دی، بلکې د هنګري په شمول د ټولې نړۍ اقتصاد ته ګټې رسوي. د اروپا او نړۍ ګڼ شمېر تصدۍ له چيني تصديو سره ټينګې او دوامدارې همکارۍ لري، چې په دې ترڅ کې يې واقعي ګټې تر لاسه کړې دي او دا هم ثابتوي، چې له چيني بازار څخه وتل يو خوښمن ستراتيژيک غوراوی نه دی.

د هنګري د پانګونې د هڅونې ادارې شمېرنې خپرې کړې، چې تېر کال په هنګري کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه ۷ميليارډ او ۶سوه ميليونه يورو ته رسېدلې ښیي چې په دغه هېواد کې د مستقيمې پانګونې په عمومي اندازه کې ۵۸سلنه ځای يې نيولی، ځايي خلکو ته یې د څه باندې لسو زرو کاري فرصتونو ګټه رسولې او له ۲۰۲۰م کال وروسته چين يو ځل بيا په هنګري کې تر ټولو زيات پانګوونکی هېواد ګرځېدلی دی. په وروستيو کلونو کې چين او هنګري د پاکې انرژۍ، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د برقي موټرو په شمول ساحو کې واقعي همکارۍ کړې دي. د چين د (BYD) شرکت د تېر کال په پای کې په هنګري کې د نوې انرژۍ د موټرو د توليدولو فابريکې د جوړولو اعلان وکړ او اټکل کېږي چې دغه فابريکه به ځايي خلکو ته په زرګونو کاري فرصتونه جوړ کړي. د موټرو جوړول په هنګري کې يوه ډېره مهمه بنسټيزه صنعتي چاره ده او په دې ساحه کې له چين سره همکارۍ به په اوږدمهالي راتلونکي کې د دغه هېواد د اقتصاد پرمختګ بنسټ ټينګ کړي.

د چين او هنګري تر منځ همکارۍ د چين او نړۍ د اقتصادي همکارۍ او د ګډو ګټو تر لاسه کولو يوه نښه ده. په ۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصاد د زياتوالي اندازه له ۶زره ميليارډو يوانو څخه اوښتې و، چې د يو متوسط هېواد د کلنۍ اقتصادي مجموعې سره مساوي کولی شي. د نړيوال پولي فورم د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين اقتصاد د ټولې نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې د ۳۲سلنې خدمت کړی دی، چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره تر ټولو قوي انجن بلل شوی دی. د چين اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړی چې د اوږدې مودې د پرمختګ په بهير کې ټينګ بنسټ يې جوړ کړی دی. د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت د وروالي په حال کې د چين کورنۍ اړتياوې ثابتې دي، انفلاسيون ټيټ پاتې دی، د توليدي چارو د زياتوالي اندازه يې په مسلسلو ۱۴کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی، د وارداتو او صادراتو پيمانې په ستونزمن حال کې زياتې شوې دي. د چين اقتصادي جوړښت په پر له پسې ډول غوړېدلې او غوره شوی، د نوښت مهم او ستر برياليتوبونه په پر له پسې ډول جوړ شوي، د نويو او پخوانيو اقتصادي شکلونو د ګډې هڅونې په حال کې دی، چې نړۍ ته د شمېر او کيفيت له لحاظه خدمت یې کړی دی. ويلی شو، چې د جيوپليټیکي خطرونو د دوامدار پرمختګ او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ اټکلي اندازې د کموالي په حال کې د چين اقتصاد پرمختګ د نړۍ پرمختګ ته رغنده او فعالې اغېزې رسولې دي.  

د چين د اقتصاد د دوامدار پرمختګ او د بازار ستر پټ توان به د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته نوي فرصتونه ورسوي. چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکاران دي، چې د ګمرکاتو عمومي سويې ۷اعشاريه ۳سلنې ته ټيټې شوې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د پرمختللو غړو سويې ته نژدې کېږي. په وروستيو پنځو کلونو کې په چين کې د بهرنيو تصديو د مستقيمې پانګونې ګټې شاوخوا ۹سلنې ته رسېدلې، چې په نړۍ کې لوړې سويې يې نيولې دي. د چين بازار د نړۍ ګډ شريکوونکی بازار ګڼل کېږي، د اروپا ګڼ شمېر تصدۍ په دوامداره توګه د چين د اقتصاد پرمختګ په بهير کې ګټې اخيستلی شي. د امريکا فکري مرکز د لويو نړيوالو تصديو د څېړنيزې ټولنې اقتصادپوه کونسټانټيننوس وويل، چې چين لا هم د اروپا لپاره د اقتصادي سيالۍ توان پياوړتيا يو مهم انجن دی او د چين لوی بازار د اروپا تصديو ته ثابتې ګټې رسولی شي.

ځينو لوېديځو هېوادونو يوازې خپلو ګټو ته په کتو د نړيوال اقتصاد د عمومي او روغتيايي پرمختګ په قرباني کولو سره لمسون کوي، چې له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي او هغې ناسمې نظريې يې راپورته کړې، چې د چين اقتصاد لوړوالي ته رسېدلی دی او شاته به روان وي، او يا د چين پانګونې د نورو هېوادونو بازارونو ته زيانونه رسولي دي. د دغې نظريې نيت دا دی چې دغه هېوادونه غواړي د چين د پرمختګ مخه ونيسي او د چين او نړۍ تر منځ په فعال اقتصادي تګ راتګ کې منفي اغېزه جوړه کړي. د امريکا مشهور اقتصادپوه او د کولمبيا پوهنتون پروفيسر جيفري ساکس وویل، چې امريکا غواړي د دغه هېواد له ټېکنالوژۍ، پولي سيستم او بازار څخه چين وژغوري، خو دغه تګلاره به ښايي ناکامه شي او حتی د امريکې خپل اقتصاد به کمزوری کړي، امريکا بايد د چين د اقتصادي پرمختګ مخه ونه نيسي.

د چين اقتصاد په باکيفيته توګه پرمختګ کوي او د چيني شکله عصري کېدو بهير ښه روان دی، چې نړۍ ته به لا زياتې ګټې ورسوي. لکه د برېټانيي د لندن د اقتصادي او سوداګريزو تګلارو ادارې پخواني رئيس جان روس وويل، هغه اندېښنه نه لري، چې د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه پر چيني اقتصاد فشارونه اچوي، دوی ښايي د راتلونکي پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکړي.