روغتیا نړیوال سازمان: سوریه تر بل هر وخت ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري
CMG2024/03/18 10:22:51
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۶مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په سوريه کې د هغو خلکو شمېر ۱۶،۷ ميليونو ته رسېدلی، چې بشري مرستو ته جدي اړتيا لري او دغه شمېر د سوريې د ٢٠١١م کال کورنۍ جګړې له پيل راهيسې تر بل هر وخت زيات دی.

د روغتیا نړیوال سازمان احصایې ښیي، چې اوسمهال په سوریې کې یوازې ۶۵ سلنه روغتونونه او ۶۲ سلنه لومړني روغتیایي مرکزونه بشپړ فعال دي، خو په دغه هېواد کې روانې جګړې د خلکو پر روح او روان ناوړه اغېزه کړې او د ژور خپګان په شمول ډېرې رواني ناروغۍ ورته پيدا شوې دي.

احصايې ښيي، چې بندیزونو د سوریې اقتصادي بحران لاپسې کړکېچن کړی او د دغه هېواد ۹۰ سلنه خلک په بېوزلۍ او فقر کې ژوند کوي او ان لومړنيو روغتيایي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.