د افغانستان په هلمند کې یوې ترافیکي پېښې ۲۱ کسان وژلي دي
CMG2024/03/18 09:55:18
شريکول:

د افغانستان په هلمند ولايت کې د مارچ په ١٧مې نېټې سخته ترافيکي پېښه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ٢١ کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

مالومات ښيي، چې يوه مسافر وړونکي بس له يوه موټرسايکل او ورپسې تېلو ټانکر سره ټکر کړی دی.

د هلمند د والي وياند محمد قاسم رياض رسنيو ته ویلي، چې يو مسافر وړونکی لوی بس د روانې مياشتې د ۱۷مې نېټې په سهار هرات ته روان و، چې له يوه موټر سایکل او تېلو ټانکر سره د جنګېدو له امله یې اور اخیستی او ګڼو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د افغانستان باختر اژانس هم خبر ورکړی، چې په دغې ترافيکي پېښې کې لږ تر لږه ٢١ تنه وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.

د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته رسول شوي دي.