لي پاریسیان ورځپاڼې د مارچ په ۱۶مې نېټې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په قول خبر ورکړی، که د اوکراين کړکېچ سخت شي، نو فرانسه به هم پکې ښکېله شي.
مکرون د مارچ په ۱۵مې په برلین کې د جرمني او پولنډ له مشرانو سره د اوکراین بحران په اړه غږېدلی او وروسته یې لي پاریسیان ورځپاڼې سره په مرکې کې یادې څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، فرانسه ښايي په راتلونکي کې مجبوره شي، چې د روسي ځواکونو پر وړاندې وجنګيږي.
مکرون د جنګ هيله نه ده ښودلې، خو د ممکنو حالاتو په اړه یې د تياري نيولو خبر ورکړی دی.