د چین اقتصاد د سږ کال په لومړيو دوو میاشتو کې ثابت پرمختګ موندلی
CMG2024/03/18 11:54:23
شريکول:

د چین شمېرنې ملي ادارې څو ورځې مخکې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ او فبرورۍ اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغو دوو میاشتو کې د دغه هېواد د توکو تولید او عرضې ثابت پرمختګ موندلی دی.

شمېرې ښيي،  په چين کې په يادو دوو مياشتو کې د ګومارلو حالت او د توکو بیې عموماً ثابتې وې، د پرمختګ کیفیت يې پر له پسې ښه شوی او اقتصادي چارې يې د ښه والي پر لوري روانې وې.

د چین شمېرنې ملي ادارې ويلي، د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې د هېواد د لويو صنعتي چارو زیاتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷ سلنه لوړ شوی، د مصرفي توکو د پرچون پلورنې عمومي ارزښت يې ۸۱۳۰ میلیارډه او ۷۰۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، چې ۵،۵ سلنه زیاتوالی ښيي او د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يې ۶۶۱۳ میلیارډه او ۸۰۰ میلیونو یوانو ته پورته شوی، چې دا بیا ۸ اعشاریه ۷ سلنه لوړوالی ښيي.

شمېرې ښيي، په تېرو دوو میاشتو کې د چين په ښارونو او ولسوالیو کې د بې روزګارۍ منځنۍ سویه ۵ اعشاریه ۳ سلنه وه او د مصرفي توکو بیې(CPI)یې د تېر کال له همدې مودې سره برابرې وې.