امریکا ټولې نړۍ ته په خپلې خوښې د ډيموکراسۍ معيار خپور کړی او د نورو هېوادونو د ډيموکراتیکې بڼې د اصلاح او سمون په لټه کې ده او ځای ځای یې ترېنګلتياوې او ناورينونه را پورته کړي دي.
سي جي ټي اېن د چين ژن مين پوهنتون سره په ګډه د نوې زمانې نړيوال کمونیکېشن انسټيټيوټ له لارې سروې خپره کړې او پایله یې ښيي، چې ډېری خلک د امریکا له هغو کړنو ناخوښ دي، چې د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د پرمختګ مخه یې نيسي.
سروې ښيي، چې امريکا خپلې ګټې لټوي او په نړيوالې ټولنې کې يې تضادونه او پارټ بازۍ راپورته کړې دي.
د سروې ٪ ۷۱ ګډونوالو د امریکا هغه کړنه غندلې، چې د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کوي او د پرمختګ مخه يې نيسي او ٪ ۶۲.۳ ګډونوال يې د امريکې له هغې کړنې ناخوښ دي، چې په خپلې خوښې پر نورو هېوادونو بنديزونه لګوي او تر اقتصادي جبر لاندې يې نيسي.
د سروې ٪ ۸۴.۳ ګډونوال بيا پر دې اند دي، چې په نړۍ کې د ډيموکراسۍ يو معيار نشته او مختلف هېوادونه بېلا بېل کلتورونه لري او ډيموکراتيکې بڼې يې هم سره ورته نه دي.
د سروې ٪ ۸۴.۸ ګډونوال پر دې اند دي، چې هر هېواد دې له خپل تاریخ، کلتور او وضعيت سره سم سياسي نظام انتخاب کړي او ٪ ۸۰.۳ ګډونوال يې پر دې نظر دي، چې په نړۍ کې د تمدنونو تنوع د نړیوال پرمختګ لپاره مثبت رول لري.
د سروې ٪ ۷۹.۵ ګډونوال پر دې اند دي، چې امریکا د ډيموکراسۍ په پلمه په نړۍ کې خپله باداري لټوي او ٪ ۸۶.۸ ګډونوالو يې له امريکې غوښتي، چې د متقابل درناوي پر اساس له نورو هېوادونو سره اړيکې وپالي، د نورو هېوادونو توپيري موجوديت ته دې اجازه ورکړي او پر نورو دې ظالمانه کړنې پای ته ورسوي.