د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون د مارچ د ۱۸مې په سهار وختي د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د ۸۵ سلنه رايو پايله خپره کړې او اوسنی ولسمشر ولادمیر پوتین يې د ۸۷ اعشاریه ۱۹ سلنې رایو په ګټلو سره د نورو نوماندانو په نسبت مخکښ بللی او په ولسمشریزو ټاکنو کې يې بریالی اعلان کړی دی.
پوتین د مارچ د ۱۸مې په سهاوختي وینا کړې او د ټولو رایه ورکوونکو له ملاتړ څخه يې مننه کړې او روسیه يې یوه لویه کورنۍ بللې ده.
نوموړي ويلي، د ټاکنو نتیجې د رایه ورکوونکو اعتماد او هیلې ښکاره کړي او باور یې ښودلی، چې د هېواد ټولې چارې به ښې ترسره شي.
پوتين ورپسې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هغه به د ماموريت په نوې مودې کې پر له پسې د هېواد پرمختګ وهڅوي.