افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
CMG2024/03/19 11:45:35
شريکول:

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۱۸مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې ځواکونو يې د دغه هېواد سرحداتو ته نژدې د افغانستان په خاورې کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي  او موخه يې هغه ترهګر دي چې په پاکستان کې د يو لړ ترهګريزو بريدونو په جوړولو کې لاس لري.

د افغانستان سرپرست حکومت په همدې ورځ د پاکستان ياد هوايي بريدونه غندلي او په خپلې خاورې کې یې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په يادې اعلامیې کې ویلي، چې یادو ترهګرو په پاکستان کې ډېر ترهګریز بریدونه کړي، چې په پایله کې یې سلګونه ملکي وګړي او د قانون پلي کوونکي وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، پاکستاني طالبانو د روانې میاشتې په ۱۶مې نېټې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ، چې له امله يې ۷ پاکستاني پوځيان ووژل شول.

پاکستان په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د افغانستان سرپرست حکومت ته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د پاکستان امنیت ته ګواښ بللی دی.

پاکستاني الوتکو د مارچ په ۱۸مې نېټې د سهار وختي په شاوخوا ۳ بجو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د مارچ په ١٨مې پر ټولنيزو رسنيو د پاکستاني ځواکونو بریدونه غندلي او دا يې د افغانستان پر خاورې تېرى ګڼلی دی.