اسرائیلي پلاوی د اوربند خبرو اترو کې د ګډون په پار قطر ته لاړ
CMG2024/03/19 10:05:16
شريکول:

اسرائيلي رسنيو د مارچ په ١٨مې نېټې خبر ورکړی، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند د خبرو اترو مسؤل پلاوی په همدې ورځ قطر ته تللی دی.

ټاکل شوې، د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د اوربند خبرې اترې په همدې ورځ پیل شي او د قطر او مصر استازي به هم پکې ګډون ولري.

د خبر له مخې، د اسرائيل د استخباراتو (موساد) رئیس د دغه هېواد د اوربند خبرو مشري کوي.

د اسرائيل امنيتي کابينې د روانې مياشتې د ١٧مې نېټې په شپه ياد پلاوي ته د اوربند د خبرو اترو بشپړ صلاحيت ورکړی دی.

یوه اسرائیلي چارواکي رسنيو ته د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د اوربند هوکړه "یوه اوږده او پېچلې پروسه " ياده کړې ده.