د نوي زيلانډ صدراعظم له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/03/19 09:53:08
شريکول:

د نوي زيلنډ صدراعظم کریستوفر لوکسون د مارچ په ۱۸مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې ويلنګټن کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

وانګ يي له لوکسون سره په خپلو خبرو کې د نوي زيلانډ هرکلی کړی، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې همکاريو ته دوام ورکړي او هيله يې ښودلې، چې په دودیزو برخو کې له همکاريو پرته، د ساينس او ټېکنالوژۍ، زرغون پرمختګ او نوښت په برخو کې هم همکارۍ وکړي.

وانګ يي ويلي، د چين اقتصاد نه يوازې مناسب پرمختګ موندلی، بلکې د کيفيت په برخه کې يې هم موثر پرمختګ کړی او ثابت او ټينګ بنسټ لري او د پرمختګ لپاره يې پراخه فضا برابره کړې ده.

نوموړي ويلي، د چين اقتصاد به نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک ورکړي او نوي زیلانډ ته به هم لا زیات نوي فرصتونه برابر کړي.

 چين او نوي زيلانډ دواړه د څواړخيزم پلوي او په سوله ييزو لارو چارو د نړيوالو شخړو حل ته ژمن دي او هم د ملګرو ملتونو ملاتړ کوي، چې په نړيوالو چارو کې کیلیدي رول ولوبوي.

وانګ يي زياته کړې، چين به له نوي زيلانډ سره د يووالي او همکاريو د پياوړتيا، د سړې جګړې د مفکورې، يو اړخيزم او محافظت پالنې پر وړاندې تاريخ ته له شاتګ سره د مبارزې او د بشري پرمختګ د سم لوري د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

لوکسون په خپلو خبرو کې ويلي، چې نوی زیلانډ به د يو چين پېژندنې پر تګلارې دوامدار ټينګار ولري او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ټينګېدو د ۱۰مې کاليزې په مناسبت به له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ لا پياوړی کړي، متقابل تفاهم به ورسره زيات او د اقتصاد او سوداګرۍ، کولتور، ښوونې، سيلانۍ، کرنې، ساينس او ټېکنالوژۍ او له اقلیمې بدلون سره د مقابلې په برخو کې به ورسره همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو ګډې سمسورتيا ته به وده ورکړي او سيمه ییزه او نړیواله سوله او ثبات به وساتي.