له کومو برخو څخه د چین د اقتصاد د ښه کېدو تمايل ښکاري؟
CMG2024/03/19 15:10:20
شريکول:

د امريکا د (Plymouth Rock)د بيمې شرکت عمومي مديرجالمس ستون په دې وروستيو کې د چين د اقتصاد د يادونې په ترڅ کې باور وښود چې د چين طبي چارې به په راتلونکو پنځو او يا لسو کلونو کې چټک پرمختګ ومومي، نو د بېلا بېلو هېوادونو تصديو په دې برخه کې پانګونه زياته کړې ده. په دې وروستۍ يوې مودې کې ګڼو بهرنيو تصديو په جلا جلا توګه ويلي چې په نړۍ کې د چين د بازار رول نه بدلېدونکی دی او هغوی د چين د اقتصادي پرمختګ د ښه کېدو پر تمايل خوشبين دي.

نو له کومو برخو څخه د چين د اقتصاد د ښه کېدو تمايل ښکاري؟ موږ د روان کال په تېرو دوو مياشتو کې د چين له اقتصادي ګراف څخه دغې پوښتنې ته ځواب پيدا کولی شو. د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې په چين کې د لويو صنايعو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه زيات شوی او له ۴۱ لويو صنعتي چارو څخه د ۳۹ چارو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتوالی ښودلی دی. د دې ترڅنګ د ثابتو دارايو پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه دوه زياته شوې هم ده...... له يو لړ شمېرو څخه ښکاري چې د چين د اقتصاد د ښه کېدو بنسټيز تمايل نه دی بدل شوی او روان کال هم دوام لري.

د چین بازار ته په کتو سره دغه تمايل په هرې برخې کې ليدل کېږي. لومړی موږ مصرف ته ګورو. د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د ټولنيزو مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه پنځه زياتوالی ښودلی او له دې څخه د مصرفي اړتياوو پياوړتيا ښکاري. اوس د چين حکومت بيا د زړو تجهيزاتو او مصرفي توکو پر ځای د نویو تجهيزاتو او توکو د اخيستلو لپاره نوي تدبیرونه نيولي دي. د اړوندو څانګو د معلوماتو له مخې د دغو تدبيرونو په نيولو سره به لوی بازار هم رامنځته شي چې کلنی ارزښت به يې پنځه زره ميليارډو يوانو ته ورسېږي. سربېره پردې د ۲۰۲۳ کال تر پايه پورې د چين له خوا د ساتل شويو شخصي موټرو اندازه ۳۳۶ ميليونو ته رسېدلې او د ساتل شويو کورنيو برقي ماشينونو اندازه له درې ميليارډو څخه اوښتې ده. په دغو دوو برخو کې د زړو موټرو او کورنيو ماشينونو پر ځای د نويو توکو د اخيستلو لپاره به بل لوی بازار هم پيدا شي.

په عين وخت کې د پام وړ چيني برانډ لرونکو توليداتو، د کور سينګار په اړه د مصنوعي ځيرکتيا لرونکو توليداتو، کلتور او سيلانیزو چارو په برخو کې د اړتياوو زياتوالي د کورنيو اړتياوو پراخوالي ته نوی خوځنده ځواک ورکړی دی او هم بهرنيو تصديو ته يې فرصتونه برابر کړي دي. په چين کې د ديکانونګ شرکت مسؤل ويلي چې د باکيفیته توليداتو پر وړاندې د چينايانو اړتياوې ډېرې شوې چې همدا زموږ د نويو توليداتو د څېړلو چټکتيا سبب شوه. نوموړي زياته کړې چې په چين کې د دوی د پانګونې له څه باندې شلو کلونو راهيسې يې په پر له پسې توګه خپل توليدي لاینونه زيات کړي او خپلې فابريکې يې جوړې کړې څو د مصرف کوونکو اړتياوې پوره شي.

د اقتصاد ښه کېدل د نوښت له دغه لوی انجين سره تړاو لري. د تېرو دوو مياشتو اقتصادي ګراف ښيي چې د 3D پرينټر، د برقي موټرو د چارج کولو د تجهيزاتو او الکترونيکو توليداتو توليدي اندازه د تېر کال د همدي مودې په پرتله په سلو کې څلوېښت زيات شوې او په عصري تخنيکونو کې پانګونه هم د تېر کال د همدې مودې په پر تله په سلو کې ۹ اعشاريه ۴ زيات و. له دې څخه د زوړ پر ځای د نوي انجين د بدلېدو له امله رامنځته شوی دننه خوځنده ځواک ښکاري.

اوس د نوي کيفيت توليدي ځواک پرمختګ د چين د اقتصادي پرمختګ بله کليدي کلمه ده. په سږني حکومتي کاري راپور کې د عصري صنعتي سيستم د ابادۍ پرمخ بېول او د نوي کيفيت توليدي ځواک پرمختګ د اقتصادي پرمختګ د لومړۍ دندې په توګه ټاکل شوي و.

حقيقت دا ثابتوي چې د چين د اقتصاد د ښه کېدو عوامل ډېر شوي دي. که څه هم په نړۍ کې بې ثباته عوامل لاهم زيات دي، خو چين لاهم وړتيا لري  چې خپله سږنۍ اقتصادي موخه ترلاسه کړي او نړيوال اقتصاد ته به ګټې هم راوړي.