د چین بهرنيو چارو وزارت د امريکايي سفير منفي څرګندونو ته غبرګون وښود
CMG2024/03/19 10:18:14
شريکول:

په چين کې د امريکا سفير نیکولاس برنز په دې وروستيو کې د چین په اړه منفي څرګندونې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ۱۸مې نېټې په يوې خبري ناستې کې په دې اړه غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې يې د سان فرانسيسکو غونډې کې د چین او امریکې د مشرانو له شوې هوکړې سره په ټکر کې بللې دي.

نوموړي ويلي، امريکايي سفير د دواړو مشرانو لخوا د سان فرانسيسکو غونډې له روحیې څخه سرغړونه کړې او خبرې يې د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګټورې نه دي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ له سمې لارې سره سمون نه لري.

ویاند لين جيان ويلي، چين تل د رئیس شي جین پينګ لخوا د وړانديز شوي متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د همکاريزو اصولو په رڼا کې له امريکې سره اړيکې پاللې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا له چين سره د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت لپاره همکارۍ وکړي، د سان فرانسيسکو غونډې ګډې نظريې ښې پلې کړي او د چین او امریکا د اړیکو ثبات، سالم او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړي.