د چين او امريکا د تنکي ځوانانو فعاليت د مارچ په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
دغه فعاليت د چين ميډيا ګروپ او د امریکې او چین د تنکي ځوانانو ټولنې په ګډې همکارۍ ترسره شوی دی.
په دغه فعاليت کې د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د امريکا د واشينګټن د ستراکون ښاروال ريچارد موري او د چين د ښوونې د نړیوالې تبادلوي ټولنې مرستيال سرمنشې مېرمن فو بو ګډون او ويناوې کړې دي.
په دغه فعاليت کې د امريکا د لينکن منځني ښوونځي او د ستراکون منځني ښوونځي، د چين د بېجينګ د ۱۰۱منځني ښوونځي او د چين ميډيا ګروپ د ټليويزيوني هنري ډلې تنکي ځوانانو په ګډه چيني او انګليسي سندرې ويلي، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.