د کوریا جمهوریت ملکي ډلو د ډیموکراسۍ سرمشریزې ضد اعتراض او لاریون کړی
CMG2024/03/19 14:39:28
شريکول:

امريکا د کوریا جمهوریت په پلازمینې سیول کې د مارچ له ۱۸مې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د ډیموکراسۍ تش په نوم درېیمه سرمشریزه ترسره کړې ده.

د کوریا جمهوریت ملکي ډلو د روانې میشاتې په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې سیول کې لاریون کړی او د يادې سرمشريزې په اړه يې اعتراض کړی دی.

ځايي رسنیو ويلي، د کوریا جمهوریت ملکي ډلو په همدې ورځ د "ډیموکراسۍ سرمشریزې" ځای ته نږدې اعتراضي ناسته او لاريون ترسره کړی او غړو يې پر بینرونو لیکلي وو، " مونږ د امریکا د تسلط د ساتلو لپاره د ډیموکراسۍ سرمشريزې سره مخالفت کوو" .

لاريونوالو دغه شعارونه هم بدرګه کول، چې د امريکې په مشرۍ "د ډیموکراسۍ سرمشريزه دروغجنه ډیموکراسي خپروي".

د لاریون ګډونوالو رسنيو ته ويلي، امریکا په کوریا جمهوریت کې د ډیموکراسۍ تش په نوم سرمشریزه ترسره کوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن په تدریجي ډول خپل شړيدلی تسلط ساتي او کوریا جمهوریت د جګړې لومړۍ کرښې ته ټېل وهي.