د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۹مه نېټېه د هو نان ولايت له چانګ ده ښار څخه ليدنه وکړه. رئیس شي جین پینګ په دې سفر کې له چانګ ده هه سړک او د دينګ چنګ سیمې د شیه جیا پو ښارګوټي له ګانګ جونګ پینګ کلي څخه ليدنې کړې او د تاريخي او کلتوري سړکونو د بيارغولو او کارولو، د ښاري اوبو د چاپيريال د مجموعي مديريت، په پسرلي کې د کرلو او د ځایي حکومتدارۍ د موثریت د ښه کولو په اړه معلومات تر لاسه کړل.