شي جين پينګ پوتين ته د روسيې د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/03/19 09:28:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۸مې نېټې ولادیمیر پوتين ته پيغام ليږلی او هغه ته يې د روسيې د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې د روسيې وګړو په دې وروستيو کلونو کې د ننګونو پر وړاندې یووالی ساتلی او د هېواد د پرمختګ او سمسورتیا پر لارې يې ثابت ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي ويلي، د روسيې وګړيو دا ځل بيا پر ولاديمیر پوتين باور کړی او هغه یې د ولسمشر په توګه غوره کړی دی او په خبره یې، روسیه به د ولاديمير پوتين په مشرۍ د ملي پرمختګ او ابادۍ په برخه کې لا زياتې لاسته راوړنې ولري.

شي جين پينګ ويلي، چې هېواد يې له روسيې سره د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او نژدې اړيکې به ورسره وپالي، څو په نوې زمانې کې يې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې دوامدارې، سالمې، باثباته او ژور پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.