د فلسطين د غزې روغتيا ادارې د مارچ په ١٨مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ يو ځل بيا د غزې تړانګې تر ټولو لوی شفا روغتون باندې بريد کړی دی.
اسرائیلي پوځ هم منلې، چې په شفا روغتون کې یې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د فلسطين د غزې روغتيا ادارې په اعلامیې کې راغلي، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د روغتیايي سیسټم د تخریبولو په موخه پر شفا روغتون برید کړی او د دغه روغتون د طبي کارکوونکو، ناروغانو او بېځایه شویو خلکو د ژوند مسؤلیت یې پر اسرائيلي ځواکونو اچولی دی.
اعلاميه وايي، د همدې ورځې په سهار د شفا روغتون په شاوخوا کې سختې ډزې او چاودنې وشوې، چې له امله یې د روغتون په ځينو سیمو کې اور ولګېده.
اسرائیلو پوځ په دغو عملیاتو کې د روغتون کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده.