د چين د سمندري نفتو ملي شرکت د مارچ په ۱۸مې نېټې اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بوه های سمندر په مرکزي او شمالي سمندرګي کې يې د چینګ هوانګ داو27-3 نفتي سيمه کشف کړې، چې د نفتو جیولوژيکي زېرمې يې ۱۰۴ میليونو ټنو ته رسيږي.
ياد شرکت له لسو کالونو وروسته په سمندر کې د نفتو او ګازو پراخه سيمه کشف کړې، چې د چین له سمندر څخه د نفتو او ګازو زېرمو د لا زیاتېدو لپاره ستر اهمیت لري.