ملګري ملتونه: د سوریې اوسنی وضیعت ډېر سخت دی
CMG2024/03/19 11:04:16
شريکول:

د سوريې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سفير پې کای ژو Geir Otto Pedersenد مارچ په ۱۷مې نېټې په پلازمینې دمشق کې رسنيو ته د دغه هېواد اوسنی وضعيت ډېر سخت ياد کړی دی.

نوموړي ويلي، سوريه اوسمهال په امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ځينو نورو برخو کې له سختو ستونزو تېريږي.

پې کای ژو Geir Otto Pedersenپه همدې ورځ د سوريې له بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره تر کتنې وروسته رسنیو ته ویلي، چې په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې په زیاتېدو، خو مالي مرستې ورسره په کمېدو دي.