شي جين پينګ د هو نان ولايت له چانګ شا ښار څخه لېدنه وکړه
CMG2024/03/19 14:16:35
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۸مې نېټې په ماښام د هو نان ولايت چانګ شا ښار ته تللی او د دې ولايت له لومړي دارالمعلمين او د باسف شان شان بېټرۍ شرکت څخه يې لېدنه کړې ده.

نوموړي هلته د محصلينو د ښوونې او روزنې، د نوي ټېکنالوژۍ د پرمختګ او د ورخلاصون د پراخېدو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.