قطر: په غزه کې د اوربند هوکړې ته رسيدل لا هم ستونزې لري
CMG2024/03/20 11:12:26
شريکول:

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند ماجد الانصاري د مارچ په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د غزې د اوربند خبرې له ستونزو تېريږي، خو په ورته وخت کې یې د يوې هوکړې لپاره هم خوشبيني ښودلې ده.

نوموړي ويلي، د اسرائيل د استخباراتو ادارې(موساد) رئيس برنيا، چې د اوربند خبرو کې د اسرائيلي پلاوي مشري کوي، له قطر څخه تللى، خو تخنيکي ډله يې لا هم دوحې کې په سلامشورو بوخته ده.

الانصاري ويلي، چې په دوحې د غزې د اوربند خبرې روانې دي، خو لا تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسيدلي او هيله يې ښودلې، چې د يوې هوکړې تر لاسليکه به خبرې دوام ولري.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې جګړه به بشري ناورین لا پسې سخت کړي او د سیمې د وضعیت خرابېدل به د اوربند پر خبرو هم اغېزه ولري.