د ډیموکراسۍ راوړلو په نوم امریکا نورو هېوادونو ته ناورینونه وروړي
CMG2024/03/20 15:13:19
شريکول:

د امريکا په مشرۍ د تش په نامه د ډیموکراسۍ درېیمه سرمشریزه د مارچ له اتلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې په کوريا جمهوريت کې تر سره شوه. که څه هم د تېرو دوو دورو سرمشريزې له شکونو او خنداګانو څخه په ډکه فضا کې پای ته ورسېدې، خو امريکا لاهم دغې سياسي ډرامې ته ادامه ورکړې ده. ټولو ته معلومه ده چې د تش په نامه د ډيموکراسۍ سرمشريزه له ډيموکراسۍ سره تړاو نه لري او يوازې د امريکا له خوا د پارت بازي د پارولو وسيله ده. په تېرو څو کلونو کې امريکا په منځني ختيځ کې د تش په نامه د ډيموکراسۍ په وسيله د سيمې هېوادونو د ښه والي پلان پلی کړی، خو هغوی ته سخت ناورينونه یې راوړي دي. نړيوال هم پر دې ښه پوهېږي چې امريکا د ډيموکراسۍ جعلي مدافع ده.

د ۲۱مې پېړۍ په پيل کې امريکا هغه پلان وړاندې کړی چې د ډيموکراسۍ په وسيله منځني ختيځ ښه شي او موخه يې دغې سيمې او حتی ټولې اسلامي نړۍ ته د لوېديځو ډيموکراتيکو فکرونو خپرول او د هغه لوی منځني ختیځ ابادول دي چې سياسي او اقتصادي نظام يې په پوره توګه له لوېديځو هېوادونو سره يو شان شي. د سپتمبر د يوولسمې نېټې تر پېښې وروسته امريکا وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد جګړې کې د تش په نامه د ډيموکراسۍ په وسيله دغه سيمه ښه کړي. عراق په منځني ختيځ کې د امريکا د ياد پلان د پلي کولو لپاره عمده ازمايښتي ځای ګرځېدلی و. امريکا پخوا ادعا کړې وه چې د صدام رژیم تر سقوط وروسته به په عراق کې  ازادي، ډيموکراسۍ او سمسورتيا رامنځته شي، خو واقعي نتيجه دا ده چې دوه لکه عراقيانو په جګړې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او بې شمېره ملکيان يې کډوال شوي دي. په ورته وخت کې تر جګړې وروسته له اوږدې مودې راهيسې عراقي ټولنه په حال کې پاتې وه چې حکومت يې نه درلود. له دې کبله هېواد يې په عادي توګه خپلې چارې نه شي تر سره کولی او د ترهګرو تفريحي پارک وبلل شو.

په منځني ختيځ کې  د امریکا د ياد پلان د پلي کولو بله بېلګه «عرب پسرلی» يانې په عربي هېوادونو کې انقلابونه دي.  امریکا په زوره ډيموکراتيک نظام او پرمختيايي موډل پر منځني ختيځو هېوادونو تحميلوي چې له امله يې په ځينو هېوادونو کې لاريونونه شوي وو. خو تر هغه وروسته هغوی په پر له پسې توګه پر اور تېل شیندلي چې همدا په ځينو عربي هېوادونو کې د انقلابونو د رامنځته کېدو بهرنی سبب شوی. له لسو کلونو وروسته نړيوالو دا حالت ليدلی چې اوس په عربي نړۍ کې ډيموکراسي، سمسورتيا او سوکالي نشته. زياترو هغو عربي هېوادونو کې چې له انقلابونو څخه تېر شوي، د حکومتونو تر سقوط وروسته ګډوډۍ او کشالې روانې او د داعش ډلې په شمول د توندلارۍ ډلې فعالې وې او خلک يې له خپلو ټاټوبيو څخه تښتېدلي چې دا  په اروپا کې د کډوالو بحران د رامنځته کېدو لامل هم دی.

امريکا د ياد پلان د پلي کولو له لارې د منځني ختیځ نيت ښودلی، خو حقيقت يې دا دی چې هغوی غواړي په دې سيمه کې هغه نوی نظام جوړ کړي چې د امريکا له ګټو سره سمون لري. نړيوالو کشف کړې چې په منځني ختيځ کې د تش په نامه د ډيموکراسۍ په وسيله د هېوادونو د ښه والي په اړه د امريکا پلان د پوځي عملياتو، ګواښونو، اقتصادي بنديزونو او د خپلې ايډيالوژۍ د خپرولو له لارې تر سره کېږي چې له ډیموکراسۍ او بشري حقونو سره هېڅ تړاو نه لري او واقعي موخه یې په دې سيمو کې د امريکا له خوا د بادارۍ د لټولو لپاره د ګډوډۍ رامنځته کول دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امريکايي ځواکونه له کابل څخه ووتل چې د کابل شېبه هم يادېږي، په منځني ختيځ کې د امريکا تګلارې د ناکامېدو بله پېښه هم ده. په دې سيمې کې د امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه يو شيطاني دور ته ننوتلې او له اسلامي نړۍ سره تضادونه يې په پرله پسې توګه زيات شوي او پلان يې په اخر کې ناکام شوی دی. د ځينو وګړو په اند امريکا منځني ختيځ له لاسه ورکړی، څرنګه چې له اوږدې مودې راهيسې امريکا په دې سيمه کې ناسمه تګلاره غوره کړې چې خلک يې ور باندې باور نه لري او له امريکا څخه د دوی ناخوښي مخ په زياتېدو ده. داسې ښکاري چې امريکا به په منځني ختيځ کې له ايران او افغانستان سربېره ډېر څه له لاسه ورکړي.