ايسونيا يو روسي ډيپلومات شړلی
CMG2024/03/20 10:09:30
شريکول:

د ايسونيا خارجه وزارت د مارچ په ۱۹مې نېټې په دغه هېواد کې د روسيې لنډ مهالی شارژدافير ورغوښتی او د يو ډيپلوماتيک نوټ په ورکولو يې يو روسي ډيپلومات د نه هرکلي وړ بللی دی.

ايسونيا په ياد ډيپلوماتيک نوټ کې څرګنده کړې، چې هېواد يې د خپلې خپلواکۍ او ملي حاکميت د ويجاړولو کړنې ته صبر او زغم نه لري او پکې يې پر روسيې غږ کړی، چې د ايسونيا د ملي امنيت په مقابل کې د دغه هېواد استخباراتي ادارې عمليات پای ته ورسوي.

د روسيې تاس اژانس د مارچ په ۱۹مې نېټې د دغه هېواد د خارجه وزارت په قول خبر ورکړی، چې روسيه به د ايسونيا ياد اعلان ته ځواب ورکړي.

( سپوږمۍ)