مصر: نړيوال بانک به ورته ۶ ميليارډه امريکايي ډالره برابر کړي
CMG2024/03/20 10:12:45
شريکول:

د مصر د نړيوالو همکاريو وزير د مارچ په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی، چې نړيوال بانک به په راتلونکو ۳ کلونو کې له دغه هېواد څخه د پولي ملاتړ په پار د ۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت يو لړ پلانونه پلي کړي.

د خبر له مخې، نړيوال بانک پلان لري، چې د مصري حکومت د اقتصادي اصلاحاتو څخه د ملاتړ لپاره ۳ ميليارډه امريکايي ډالره برابر کړي او نور ۳ ميليارډه امريکايي ډالره به د دغه هېواد شخصي سېکتور ته ورکړي.

د معلوماتو له مخې، په مصر کې پر بانکي سود د محدوديت تر لېرې کېدو وروسته څو نړيوالو سازمانونو دغه هېواد ته پولي ملاتړ برابر کړی دی.

د پيسو نړيوال صندوق مصر ته خپل پور له ۳ ميليارډو نه ۸ ميليارډو امريکايي ډالرو ته پورته کړی دی.

دغه راز اروپايي ټولنې هم د مارچ په ۱۷مې نېټې مصر ته د ملاتړ په موخه د ۷.۴ ميليارډو يورو په ارزښت يو لړ پلانونه اعلان کړي دي.