د چین د دولتي شورا دفتر په دې وروستیو کې " د لوړې سويې ورخلاصون په هڅولو د لا زیاتو بهرنیو پانګو د راجلبولو او کارولو عملیاتي لايحه خپره کړې ده.
په یاده لايحه کې بهرنۍ پانګونې د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د برخه اخيستنې او د چين او نړۍ د ګډې اقتصادي سوکالۍ او پرمختګ مهم ځواک ياد شوی دی.
په دغه لايحه کې ويلي، چې د چين حکومت دې د زیاتو بهرنيو پانګو د راجلبولو او کارولو لپاره د رئیس شي جين پينګ د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي مفکورې تر لارښوونې لاندې د پرمختګ نوی نظر بشپړ پلی کړي، د بازارونو او قوانینو په برخو کې دې د نړۍ د لومړۍ کچې سوداګريز چاپېريال برابر او په کور دننه دې د بهرنیو پانګوالو د پرمختګ باور پياوړی کړي.
یاده لايحه په ۵ برخو وېشل شوی او ۲۴ تدبیرونه پکې وړاندې شوي دي.
۱ـ چين به بازار ته د ننوتلو فرصتونه زيات او د بهرنو پانګوالو د ازادېدو سویه لوړه کړي.
۲ـ د چين حکومت به د بهرنیو پانګو د راجلبولو په پار غوره تګلارې پلې کړي.
۳ـ چين به د عادلانه سیالۍ چاپیریال ته وده ورکړي او بهرنیو تصدیو لپاره به ښه خدمتونه وکړي.
۴ـ چين به د کورنیو او بهرنیو تصدیو ترمنځ نوښتي همکارۍ ته وده ورکړي.
۵ـ چين به د لوړې سويې نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې قواعدې به پلي کړي.