د جاپان د یاسوکوني معبد اعلان کړی، چې د سمندر د دفاعي ځواک متقاعد جنرال کایفو اوتسوکا به د اپریل په لومړۍ نېټې د دغه معبد د ۱۴م نسل د مشرۍ چارې پرغاړه واخلي.
دا لومړی ځل دی، چې د جاپان د دفاعي ځواک يو متقاعد جنرال د یاسوکوني معبد د لوی مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ۱۹مې نېټې د جاپان د دغې کړنې په غبرګون کې ويلي، چې دا چاره د دغه هېواد د تېري ناسم چلند او کړه وړه څرګندويي کوي.
لين جيان له جاپان غوښتي، چې له ملیتارېزم څخه د لرې کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ويلي، د جاپان ياسوکوني معبد پر بهرنيو هېوادونو د جاپان تيري کوونکې جګړې د خپرېډو فکري وسيله او سمبول دی او د جاپان په تېری کوونکې جګړه کې د لومړۍ کچې ۱۴جنګي مجرمينو ته پکې تقدیرنامې ورکول کيږي.
د جاپان د دفاع وزارت ګڼو چارواکو څه موده مخکې له ياسوکوني معبد څخه لېدنه کړې او اوس يې د پوځ يو متقاعد جنرال د دغه معبد د مشر په توګه ټاکلی دی.
د جاپان دغې منفي کړنې يو ځل بيا پر يادې تېري کوونکې جګړې د دغه هېواد له ناسم چلند څخه پرده پورته کړې ده.