د کيوبا بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۸مې نېټې په دغه هېواد کې د امريکا لنډمهالی شارژدافير بنجامين زيف ورغوښتی او په کورنيو چارو کې يې د واشنګټن د لاسوهنې په تړاو یې ورته اعترض کړی دی.
د کيوبا حکومت په خپلو کورنيو چارو کې د امريکې له لاسوهنې سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
د کيوبا بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد مرستيال خارجه وزير ديکوسيو د امريکا لنډمهالي شارژدافير بنجامين زيف ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا له دروغو، تهمت او لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي.