د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې تقننې شورا د مارچ په ۱۹مې نېټې په غوڅ اکثريت او په ټولو۸۹ موافقو رايو، چې هيڅ مخالفه او سپينه رايه يې نه درلوده، (( د ملي امنيت مقرراتو مسوده)) تصویب کړې ده.
دغه مسوده به له اړوندو تشريفاتو او د اجراييوي مشر له لاسلیک وروسته رسماً نافذه شي.
د مالوماتو له مخې، د چين ولسي جمهوريت د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې کې به ((د ملي امنيت مقررات)) د مارچ له ۲۳مې نېټې پلي شي.