تېر کال د اقلیمي بدلون شاخصونو نوي ریکارډونه جوړ کړي
CMG2024/03/20 10:46:42
شريکول:

د هوا پېژندنې نړيوالې ادارې د مارچ په ۱۹مې نېټې د تېر کال راپور(( په ۲۰۲۳م کال کې نړیوال اقلیم)) خپور کړی، چې له مخې يې په همدې کال کې د نړۍ د شنو خونو ګازونو کچه، د ځمکې او سمندر د تودوخې او اسیډیفيکېشن(acidification)، د سمندري سطحې لوړوالی، جنوبي قطب سمندري کنګلونو مساحت او د  کنګلونو ويلېدنې په شمول د اقلیمي بدلون شاخصونو نوي ریکارډونه جوړ کړي دي.