د چين د اټومي ټولنې مشر وانګ شو جون د مارچ په ۱۹مې نېټې د هېواد د ۲۰۲۴م کال د ذروي صنعت نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې خبر ورکړی، چې هېواد يې د اټومي چارو صنعتي ځنځير بشپړ کړی دی.
اوس د چين په سترې وچې کې ۵۵ اټومي جنراتورونه فعال دي، چې دا شمېر د نړۍ درېيم ځای نيسي او د جوړېدوونکو ذروي جنراتورونو شمېر يې ۲۶ ته رسېږي، چې دغو بیا د نړۍ لومړی ځای خپل کړی دی.
چين په تېرو دوو مسلسلو (۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م) کلونو کې هر کال ۱۰ ذروي جنراتورونو ته د فعاليت منظوري ورکړې ده، چې په دې سره يې د اټومي برېښنا توليدي چارې د باکيفيته پرمختګ مدار ته ننوتلې دي.