ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې په ګردې نړۍ کې ۶۲ میلیونه ټنه الکترونيکي کثافات تولید شوي
CMG2024/03/21 14:02:45
شريکول:

ملګرو ملتونو د مارچ په ۲۰مې نېټې د الکترونيکي کثافاتو د څار نړيوال راپور خپور کړی، چې له مخې يې په وړم ۲۰۲۲ کال کې په ټولې نړۍ کې ۶۲ میلیونه ټنه الکترونيکي کثافت رامنځته شوي او په دې جملې کې له يو په څلورمې برخې څخه کم بیا کارول شوي دي.

دغه راپور د مخابراتو نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د روزنيز او څېړنيز انسټیټیوټ په ګډې همکارۍ خپور شوی دی.

راپور وايي، په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ د رامنځته شويو الکترونيکي کثافاتو اندازه د ۲۰۱۰م کال په پرتله ٪۸۲ زیاته وه او د رامنځته کېدو چټکتيا يې د ریسایکل اندازې له زياتوالي نه خورا لوړه وه.

 په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ ٪۲۲.۳ الکترونيکي کثافات په سمه توګه راټول او بیا کارول شوي او دا په دې مانا ده، چې د ۶۲ ميلیارډو امریکايي ډالرو په ارزښت شتمنۍ ضایع شوې دي.

په همدغه کال کې هغه خورا زيات ذهرجن الکترونيکي کثافات په معقوله توګه نه دي تنظم شوي، چې چاپېریال او انساني روغتیا ته لوی ګواښ بلل کيږي.