د اسرائيل صدراعظم: پر رفح ښار د بريدونو لپاره چمتوالی وخت نيسي
CMG2024/03/21 11:08:10
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامین نيتانياهو د مارچ په شلمې نېټې په ويډيويي وينا کې ويلي، چې ځواکونه یې د غزې پر رفح ښار د بريد لپاره چمتوالی نيسي، خو دا به یې لږ وخت ونيسي.

بنيامين ويلي، د مارچ په ۱۵مې نېټې يې اسرائيلي ځواکونو ته پر رفح ښار د جنګي پلان منظوري ورکړې او ډېر ژر به له دغه ښار څخه د ملکيانو د وتلو پلان هم تصويب کړي.

هغه په خبرو کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د روانې میاشتې د اتلسمې نېټې ټليفوني خبرو کې هم اشاره کړې او په خبره يې، پر غزې د شخړې پېل کې يې له امريکا سره هوکړه کړې وه، چې حماس بايد له منځه يووړل شي، خو د جګړې په درشل کې يې دغې موخې ته د رسېدو لارو چارو په اړه ورسره د نظر توپيرونه راغلي دي.