شي جين پينګ په نوې زمانې کې د چین د مرکزي سيمو د پرمختګ د هڅونې غونډې مشري وکړه
CMG2024/03/21 09:43:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۰مې نېټې په ماسپښين د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې په نوې زمانې کې د چین د مرکزي سيمو د پرمختګ د هڅونې په اړه د يوې غونډې کوربتوب او مشري کړې ده.

نوموړي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، د چین مرکزي سيمې د هېواد د غلو دانو د توليد، د انرژۍ د خامو موادو، د عصري وسايلو د توليد اډې او د لوړ تخنيک صنعتي چارو او لوی ټرانسپورټي مرکز دی، چې په کورنيو چارو کې ستر رول لري.

شي جين پينګ اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې د مرکزي سيمو د پرمختګ لپاره د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې يو لړ تګلارې او تدبيرونه پلي کړي او د باکيفيته پرمختګ ګډ ځواک جوړ او د چیني شکله عصري کېدو په بهیر کې د مرکزي سيمو د پرمختګ نوی باب پرانيزي.