چين د سوډان د جګړې پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې په روژه کې اوربند وکړي
CMG2024/03/21 10:59:57
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د مارچ په شلمې نېټې د سوډان د جګړې پر دوو ښکيلو خواوو غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۷۲۴ م پرېکړه ليک پلی او بېړنی اوربند دې وکړي، څو د ملکيانو د مرګژوبلې مخه ونيول شي او کشاله شاوخواوو هېوادونو ته ونه غځيږي.

دای بينګ د امنيت شورا د سوډان د غلودانو يوې علنۍ غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو د بشري ارګانونو کارونه ستايي او هرکلی يې کوي، چې د سوډان اوسني حکومت ته د بشري مرستو څو دهليزونه پرانيزي او په دې برخه کې له اړوندو خواوو سره همکارۍ وکړي او په ورته وخت کې يې د سوډان له اړوندو خواوو څخه هم غوښتي، چې د بشري مرستو د تضمين لپاره چټکه، خوندي او له خنډونو پرته د لاسرسي لاره برابره کړي.

نوموړي د پيسو کمښت د بشري مرستو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه ياده کړې ده.

اوسمهال له سوډان سره د بشري مرستو لپاره يوازې ۵ سلنه پانګه ترلاسه شوې او ډېر بشري مرستندويه اورګانونه د پيسو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه او په تېره بيا عنعنوي مرستندويه لوري بايد په مسؤلانه رويې پانګه او د غلودانو مرستې زياتې کړي او تر وسې پورې باید پر خلکو د جګړو منفي اغېزې کمې او د بشري ناورينونو مخه ونيسي.