په پاکستان کې پر يو اداري ودانۍ ترهګریز برید شوی
CMG2024/03/21 09:58:33
شريکول:

د پاکستان پوليسو د مارچ په ٢٠مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د بلوچستان ايالت په ګوادر کې پر يوې اداري ودانۍ د همدې ورځې په ماسپښين تروريستي بريد شوی، چې له امله يې ۸ بريدګر وژل شوي دي.

د ګوادر د پوليسو ادارې مشر زوهيب محسن رسنيو ته ويلي، چې څو ترهګرو يادې اداري ودانۍ ته لاسي بمونه غورځولي او ډزې يې کړې دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو له برید وروسته سيمه کلابنده کړې او پر بریدګرو یې ډزې کړي او ټول ۸ بريدګر يې وژلي دي.

تر "بلوچستان لیبریشن ارمي(BLA)" لاندې "مجید بریګیډ"  (Majeed Brigade) د برید پړه منلې او د برید هدف یې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره ياده کړې ده.