چین: امریکا دې د دواړو هېوادونو اړیکو د مسمومولو مخه ونیسي
CMG2024/03/21 14:43:30
شريکول:

واشنګټن پوسټ په دې وروستيو کې يو ځانګړی راپور خپور کړی او د چين هغه ۶ محصلين او ۲ کارپوهان يې پکې غږولي، چې امريکا ته د رسېدو پر مهال له ځورونو، پوښتنو او ګروېږنو او شړلو سره مخامخ شوي دي.

په دغه راپور کې د ځينو کسانو تجربې په تفصيل بيان شوي او په امريکا کې يې د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ۲۰مې نېټې له امريکا څخه غوښتي، چې د عامه افکارو په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د مسمومولو مخه ونيسي او د چيني اتباعو د بېځايه ځورونو، پوښتنو او بېرته ستنولو ناسمې کړنې دې پای ته ورسوي.

د لين جيان په خبره، چين څو ځلې د امريکا له خوا د چيني اتباعو او په تېره بيا د محصلينو او کارپوهانو پر وړاندې د ورته عملونو په اړه خپل جدي دريځ څرګند کړی، خو د امريکا په چلند کې ښه والی نه دی راغلی.

نوموړي ويلي، امریکا په دغسې کړنو د خلکو له قانوني حقونو او ګټو څخه سرغړونه او د دواړو هېوادونو د خلکو په عادي تګ راتګ کې جدي مداخله کوي، چې دا يې د خلکو ترمنځ د دوستانه تبادلې له ګډو هیلو سره سمون نه لري.