په چین کې د ډیموکراتیکو چارو پرمختګ په اړه د بهرنیانو احساسات
CMG2024/03/21 15:01:40
شريکول:

د ډیموکراسۍ په اړه درېیم نړیوال فورم د مارچ په ۲۰مې په بېجینګ کې ترسره شو او عنوان یې و (ډیموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت). په دغه فورم کې ګډونوالو په څوقطبي نړۍ کې د ډیموکراسۍ او نړیوالې ادارې، د ډیموکراسۍ او حکومتوالۍ د عصري کېدو په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله ژور بحثونه وکړل.

په دې وروستیو کلونو کې نړیوال وضعیت ترینګلی شوی، لویو لوېديځو هېوادونو پر نورو ځپلی، په دې سره نړیواله ټولنه په دې پوهه شوې چې ډیموکراسۍ ګډې نښې لري، خو شکل یې ټاکلی نه دی. چین په بهر کې د نورو هېوادونو پرمختيايي لارې ته درناوی کوي او په دننه کې یې د بشپړ بهیر ډیموکراسي ترسره کوي او په ګردې نړۍ کې د ډیموکراتیکې ادارې لپاره یوه ځانګړتیا لرونکې نمونه بلل کېږي.

ډېرو بهرنیو مبصرانو او کارپوهانو په دې هکله خپلې نظریې څرګندې کړې.

د بنګله دېش کارپوه موستک احمد غالب چې تازه د چین په دوو ملي مجلسونو کې ګډون کړی و، وویل چې د چین دغه دوه ملي مجلسونه  په ولسي خلکو پورې اړه لري، په دغو مجلسونو کې د مختلفو ټولنو استازو د خپل هېواد د ابادۍ لپاره مسودې او وړاندیزونه وړاندې کړي، د یوې ګډې موخې د پوره کولو لپاره یې په یووالي سره کوښښونه کړي او کوي يې. دا د چین د پرمختګ بریالیتوبونو یو مهم لامل دی.

د پاکستان اقتصادي ویبسایټ اجرائیوي ایډیتر معز فاروق د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، کله چې موږ د شينجيانګ له ارومچي او کاشغر څخه سفرونه کړي، ومو لیدل چې ښارونه له حیاتي ځواک ډک دي، بازارونه ګڼه ګونه لري، مختلف تمدونونه ګډ موجود دي او د بېلا بېلو قومونو وګړي په سوله کې ګډ ژوند کوي. د شینجیانګ په ګوټ ګوټ کې جوماتونه، کلیساوې او معبودونه لیدل کېږي، له دې څخه ښکاري، چې د خلکو مذهبي ارزښتونو ته احترام  کېږي.

د یادولو وړ ده چې د ډیموکراسۍ په پلمه د امریکې په مشرۍ بله غونډه تازه په همدې ورځ په کوریا جمهوریت کې پای ته ورسېدله. په دغه غونډه کې ګډونوالو د نورو هېوادونو د ډیموکراتيک حالت په اړه بحثونه وکړل. دغه کار د امریکايي سیاستوالو خوښېږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ورځې مخکې د روژې په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د چین شينجيانګیانو او په غزې کې د اوسېدونکو فلسطینیانو په شمول مسلمانان له شخړو او دردونو سره مخ دي.

خو رښتینی حالت یې څنګ دئ؟

د تانزانیا مبصر ابراهیم بحیمو څو ورځې مخکې (په چین کې د روژې حالت) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه چې پکې یې په چین کې د ځان او نورو افریقايي ملګرو تجربې څرګندې کړې او په شینجیانګ کې د ملي لږکیو خلکو د ژوند ښه والی او د بشري حقونو د پرمختګ کیسې یې هم په ډاګه کړې. هغه د شينجيانګي مذهبي کسانو سره هم د نظریو تبادلې او پر مذهبي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هېڅ مالومات نه دي پیدا کړي.

د ایران د باامدادیمو په ټولنیزو رسنیو کې د یوې تبصرې په خپرولو سره چې عنوان یې و (په منځني ختیځ کې د ګډوډې روژې مسئولیت د چا دئ؟) وویل، واشنګټن د خپلو سیاسي ګټو لپاره غزې تړانګې ته د بشردوستانه موادو د لېږلو تر څنګ اسرائیلو ته نظامي کومک هم برابر کړی او په غزه کې د مسلمانانو روژې ته یې سیورې خورې کړې دي.

ولې امریکا دغه عمل غوره کړئ؟ د افغانستان سیاسي مبصر محمد شقیق رشيد د یوې لیکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، د امریکې د تش په نوم ډیموکراتیک پيغام یوازې د لږ شمېر ځانګړو هېوادونو لپاره پورته شوی او په دې پلمه یې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړې، د ټولو عملونو موخه یې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکول دي.