په کندهار کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګژوبله اړولې ده
CMG2024/03/21 20:18:30
شريکول:

د کندهار ولایت د امنیتي قوماندانۍ ویاند اسد الله جمشید د مارچ په ۲۱مې یو خبر خپور کړ چې له مخې يې په همدې ورځ د کندهار ښار کې د کابل بانک ته نږدې یو ځانمرګی برید وشو او له امله یې ۳ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول. نوموړي وویل چې د داعش غړي دغه چاودنه طرحه او ترسره کړې ده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.