د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۰مې نېټې د اندونيزيا منتخب ولسمشر سوبیانتو پرابوو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
د اندونيزيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مارچ په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړې، چې له مخې يې مخکينی دفاع وزير پرابوو سوبیانتو د ۵۸،۵۸ سلنې رايو په ترلاسه کولو ټاکنې ګټلي او د اندونيزيا نوی ولسمشر ټاکل شوی دی.
د اوسني ولسمشر جوکو مشر زوى جبران راکابومینګ د پرابوو سوبيانتو مرستيال دی.
د څېړونکو په اند، د پرابوو بریا د اوسني ولسمشر جوکو د تګلارو د دوام، د اقتصاد د پرمختګ، د کارموندنې د ودې او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې د ډېرو خلکو پام ځان ته را اړولی و او د دوی رايې یې خپلې کړې دي.