په بېجينګ کې "ډیموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت" درېیم نړیوال فورم ترسره شو
CMG2024/03/21 10:13:43
شريکول:

د چين په پلازمېنې بېجینګ کې "ډیموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت" درېیم نړیوال فورم د مارچ په ۲۰مې نېټې ترسره شو.

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې مشر لي شو لې د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

په ياد فورم کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو څه د پاسه ۲۰۰ استازو ګډون کړی و او د "ډیموکراسۍ او د حکومتوالۍ عصري کېدل"، "په ډیجیټلي زمانې کې ډیموکراسي او قانوني اداره"، "مصنوعي ځیرکتیا او د ډیموکراسۍ راتلونکی" او " څو قطبي نړۍ کې د ډیموکراسۍ او نړیواله اداره" د موضوعاتو په اړه يې بحثونه کړي دي.  

د فورم ګډونوالو ډيموکراسي د بشري تمدن د پرمختګ مهمه نښه او د چين د کمونېست ګوند او چينایانو تلپاتې هيله ياده کړې ده.

چين له اوږده مزل وروسته له خپلې ځانګړتيا سره سمه د پرمختګ ډيموکراتيکه لاره موندلې، د څه د پاسه ۱،۴ ميليارډو چینایانو بشپړ ډيموکراتيک حقونه يې تضمين کړي او د اقتصاد د چټک پرمختګ، اوږدمهاله ټولنیز ثبات او د چیني شکله عصري کېدو بهير په رڼا کې يې د چیني ملت د بیاسمسورتيا پياوړی تضمین برابر کړی دی.