د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې ټاکنيزې ډلې له استازو سره کتلي او د بشپړې نوې روسیې د جوړولو غوښتنه يې ترې کړې ده.
پوتین په غونډې کې د روسيې له ټولو خلکو او په ځانګړې توګه رايې ورکوونکو څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی او د ملي پرمختګ پلان ته يې رايه ورکړې ده.
نوموړي ويلي، خلک په تمه دي، چې د روان کال د حکومت په کاري راپور کې محتويات ښه پلي شي او په خبره يې، هغه د دروند مسئوليت احساس کوي.
پوتین د خپلې ټاکنيزې ډلې له استازو څخه غوښتي، چې له حکومت سره د اقتصاد، ملي دفاع، هنر، کورني سیاست او د ملي ادارو د ابادۍ په برخو کې په ګډه هڅې وکړي او يوه نوې روسيه دې جوړه کړي.